هرات کې د 'سولې او صنعت' نندارتون
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د سولې او صنعت په نامه نندارتون جوړ شوی چې بېلابېل کورني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوي. د هرات صنعتي پارک دغه نندارن پرانیستلو پرمهال د افغانستان د صنعت او سودګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني د دولت پر وسله والو مخالفو غږ وکړ چې وسلې کېږدي او په صنعتي پارکونو کې کار وکړي.
محمد قاضي زاده ددغه نندارتو په اړه دا رپوټ رالېږلی.