د افغان سولې خبرې او جګړه؛ خليلزاد کابل ته تللی

د ویډیو تشریح، د افغان سولې خبرې او جګړه؛ خليلزاد کابل ته تللی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته تللی او له ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې کتلي.

ولسمشرۍ او سپيدار ماڼۍ وايي، په دغو کتنو کې امریکايي پلاوي يو ځل بیا د افغان سولې بهیر ملاتړ کړی او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو پر دوام ټينګار کړی.

ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد د دغه تازه سفر په ترڅ کې دوحې او د سیمې ځينو هېوادونو ته هم ولاړ شي. ښاغلی خلیلزاد داسې مهال کابل ته ځي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی.