بلخ کې د مړزانو فارمونه، کله مو د مړز غوښه خوړلې ده؟

د ویډیو تشریح، بلخ کې د مړزانو فارمونه، کله مو د مړز غوښه خوړلې ده؟

د افغانستان په شمال کې د مړزانو فارمونه فعال شوي، چې ورسره اوس له کابل نیولې په هرات، بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې د مړزانو د غوښې کباب په ډېری رسټورانتونو کې د خلکو د خوښې وړ خواړه ګڼل کېږي. یو وخت به ځینو سیمو کې مړزان د ساتېرۍ لپاره ساتل کېږي.

په ورته وخت کې د مړزانو د غوښو او هګیو یو شمېر پلورونکي وايي ورځ تر بلې یې پېردونکي مخ په زیاتېدو دي؛ دا چې دا کسب څنګه او د بازار څومره اړتیا یې پوره کړي په اړه يې له مزارشریفه نجیب الله دا رپوټ چمتو کړی.