تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تېر کال د وردګو د مېوې کچه سل زره مټریکه ټنه وه
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزرات ویلي، په وروستیو کلونو کې په مرکزي وردګ ولایت کې کرنیزو چارو کې ژور بدلون راغلی او په تېر کال کې د دغه ولایت د مېوو، په تېره د مڼو کچه سل زره مټریک ټنو ته رسېدلې، خو په ورته وخت کې د دغه ولایت بزګران او بڼوال بیا د اوبو له کموالي سرټکوي. په کرنیزه برخه کې د اوبو کموالی، د محصولاتو ټیټې بیې او د بازار نشون هغه ستونزې دي چې بزګران ترې ځورېږي.
د بي بي سي خبریال اسدالله بلهار جلالزي په خپل راپور کې د مرکزي سیمو کرنیز بهیر ته کتنه کړي او دا راپور يې پرې جوړ کړی دی.