تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل؛ "تاوتريخوالی به راتلونکو مياشتو کې ډېر شي
په داسې حال کې چې امریکا او ناټو له افغانستان خپل وروستي سرتېري باسي، یو لوړپوړی امریکایی قومندان جنرال سکاټ مېلر بي بي سي ته ويلي، چې د دوی ټول پام اوس خپلو سرتېرو او د افغانستان راتلونکي ته پر شته خطرونه را ټول دی.
له بي بي سي په یوه ځانګړې مرکه کې، جنرال مېلر وايي تمه یې دا ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شي خو ټینګار کوي چې له افغان ځواکونو سره به یې همکاري دوام لري.