کابل کې خونړی بريد په پراخه کچه غندل شوی

د ویډیو تشریح، کابل کې خونړۍ بريد په پراخه کچه غندل شوی

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې پر ښوونځي د چاودنې له امله له پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او تر سلو ټپیان دي.

قربانیان تر ډېره زدکوونکي او ځايي اوسېدونکي دي. وزارت وايي ښايي د مرګ ژوبلې دا شمېر هم توپیر وکړي.

برید د دشت برچي په اتفاق مېنه کې د سیدا لشهدا ښوونځي سره نژدې شوی چې نجونې پکې زدکړه کوي.

د بي بي سي نجما ځلا پرې رپوټ لري.