ترکمنستان د 'وطني سپي' په نامه کلنۍ رخصتي اعلان کړه

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکمنستان حکومت اعلان کړی دی چې له دې وروسته به د 'الابي' په نامه د ځایي نسل یو سپي په درناوي کې هر کال پر یوه ځانګړې نېټه عمومي رخصتي وي.
ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف له خلکو غوښتي چې د ملي میراث په توګه د دې سپي درناوی وکړي.
الابي سپی، چې یو ډول شپونکی سپی دی او تر ډېره د ترکمنستان یو له ملي سمبولونو بلل کېږي، د یکشنبې پر ورځ په ځانګړو مراسمو کې ونازول شو.
په دې مراسمو کې د یاد نسل ګڼ سپي نندارې ته وړاندې شول او د ښایست او مستۍ له پلوه یې ترمنځ سیالي هم وشوه.
دا سیالي د ترکمنستان د سرحدي ځوکونو یو سپي وګټله، چې وروسته د ولسمشر قربانقلي زوی او مرستیال لومړي وزیر سردار بردي محمدوف جایزه هم ورکړه.
نوموړي د دې مراسمو په ترڅ کې په پلازمېنه عشق اباد کې د الابي سپي نسل ساتنې لپاره یو نوی مرکز هم پرانیست.
له الابي سپي سره د ترکمن ولسمشر مینه

د عکس سرچینه، Reuters
الابي سپی د نړۍ لویو سپیانو په ډله کې شمېرل کېږي او وزن یې ان تر اتیا کیلوګرامو رسي.
تېر کال ولسمشر قربانقلي د پلازمېنې عشق اباد یو واټ کې د دې سپي یوه شپږه متره لوړه طلایي مجسمه هم ولګوله.
عشق اباد کې دا ډول نور ګڼ سمبولونه لیدل کېږي، او یوه مجسمه کې ولسمشر قربانقلي پر یوه طلایي اس سپور ښکاري.
نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې یو الابي سپی د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته هم ډالۍ کړی و.
د هغو مراسمو په ویډیو کې ښکاري چې نوموړی یاد سپی په یو لاس له ورمېږ رانیسي او په بې رحمانه توګه یې پورته کوي.
د همدې ویډیو له کبله د حیواناتو د حقونو فعالانو او عامو خلکو پر ترکمن ولسمشر سختې نیوې هم کړې وې.
قربانقلي بردي محمدوف په ۲۰۰۷ کال کې واک ته ورسېد او تر ډېره یو زورواکی ولسمشر بلل کېږي.
د 'فریډم هاوز' په نامه د یوې ادارې د سروې له مخې ترکمنستان د نړۍ هغو هېوادونو په ډله کې دی چې عمومي ازادۍ پکې تر ټولو کمې دي.









