د سي ای اې مشر افغانستان ته تللی

د ویډیو تشریح، د سي ای اې مشر افغانستان ته تللی

افغان حکومت وايي د امریکا استخباراتي ادارې یا سي ای اې مشر افغانستان ته ورغلی او افغان چارواکو سره یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګریزو ګواښونو په اړه خبرې کړي. د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب وايي افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم افغان ځواکونو سره د بهرنیو مالي او تخنیکي مرستې دوام کوي. په ورته مهال د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د خپلو ځواکونو خوندي ایستلو لپاره یې سیمې ته بي ۵۲ الوتکې استولي او ښايي یو شمېر ځانګړي امریکايي ځواکونه هم ولېږي. نور حال د نجما ځلا په رپوټ کې.