تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته غبرګون
افغانستان وايي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له امریکا او ناټو سره ګډه کاري ډله جوړوي. د ملي امنیت سلاکار یې حمد الله محب د هند او ایران بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه ګډه ان لاین غونډه کې وویل هېواد يې د بهرنیو ځواکونو شتون ته نه، پوځي مرستو او لاسنيوي ته اړتیا لري. دا خبرې په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان ګاونډيانو يې ترې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندېښنه ښوولې او د دوی پر مسئولانه تګ يې ټينګار کړی دی. امریکا هم ویلي، له افغانستانه به يې د ځواکونو له ايستلو وروسته هم له دغه هېواد سره مرستې او ملاتړ روان وي. شازیه حیا يې له کابله نور حال راکوي.