بلخ کې د 'خورلڼې' نندارتون
د افغانستان په شمال بلخ مرکز مزار شریف ښار حضرت علي روضه کې د 'خورلڼې' په نامه د بلخ او ننګرهار کرنیزو او صنعتي محصولاتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
په دې نندارتون کې ۱۰۰ غرفې نندارې ته اېښودل شوې، چې د مېرمنو لاسي توکي هم ډېر پکې تر سترګو کېدل.
زموږ همکار نجیب الله پاڅون دې نندارتون ته ورغلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.