د یوناما مشرې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره لیدلي

د عکس سرچینه، State ministry for peace
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ مشرې دیبورا لاینز چې د افغانستان سولې خبرو له مذاکره کوونکو ټیمونو سره د لیدنې لپاره قطر ته تللې، د افغان دولت له مذاکراتي ټیم سره په دوحه کې لیدلي دي.
د سولې چارو لپاره د افغان دولت وزارت په یوه اعلامیه کې د افغان دولت پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي له قوله ویل شوي، چې دغه لیدنه کې د سولې مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
اعلامیه کې د ښاغلي ستانکزي له قوله ویل شوي:
''اړتیا ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ملي او نړیواله اجماع وساتل شي او پياوړې شي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ګټور واقع کېدای شي. ''
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مسوولینو وویل اغلې لاینز دوحې ته تللې چې د افغان سولې له ښکېلو غاړو او نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د سولې د راتلونکي ګام د وضعیت په تړاو خبرې او بحث وکړي.
یوناما وايي، اغلې لاینز د سې شنبې په ورځ قطر ته روانه شوې ده او په دې سفر او لیدنه کې به پر دې هم خبرې او بحث وکړي، چې ملګري ملتونه څنګه د سولې د روانو هڅو لا ښه ملاتړ کولی شي.
روسیې د افغان حکومت چارواکي او طالبان مسکو کې غونډې ته ور بللي

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیې د افغان حکومت چارواکي او طالبان راتلونکې اوونۍ مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډې ته وربللي دي. حکومت او طالبانو دواړو منلې چې د دې ناستې لپاره یې د روسیې بلنه ترلاسه کړې.
په رسنیو کې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ادرسه یوه خپاره شوي لیک کې، چې افغان حکومت ته یې لېږلی، راغلي چې د (ترویکای) غونډه کې - چې مسکو کې به وي، چین، امریکا او پاکستان هم هم وربلل شوي.
په لیک کې ویل شوي چې شپږ تر ۷ تنو د افغان حکومت په استازیتوب او له طالبانو ۵ تنه وربلل شوي او په دې ناسته کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم ګډون کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ستر سلاکار باري سلام بي بي سي ته وویل، حکومت د روسیې بلنه ترلاسه کړې او په دې اړه له سلا مشورو وروسته به خپل دریځ اعلان کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم بي بي سي ته ویلي، مسکو دوی ته هم بلنه ورکړې او دوی یې په اړه پر سلا مشورو بوخت دي.
په همدې مهال، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، روسیه غواړي د افغان سولې په تړاو د مارچ پر ۱۸مه کنفرانس جوړ کړي، چې د افغان حکومت مشران وربلل شوي دي.
ددې شورا ویاند فریدون خوځون په یوه کلیپ کې وايي، ښايي د سیمې ځینې هېوادونه هم وربلل شوي وي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
دوحې ته د اغلې لاینز سفر داسې مهال پیل شوی، چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د درېیو میاشتو لپاره د اورکم رامنځ ته کېدو او د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
ځینو جګپوړو افغان چارواکو د امریکا دا پلان رد کړی چې په وینا یې دوی په هر ډول موقت حکومت کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت لري، خو ځینو نورو بیا له ملي ګټو سره سم بللی دی.
تېره ورځ (کب ۱۸مه) د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت او طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په اړه د امریکا له نوې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.
ښاغلي صالح دوشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، په دې طرحه کې د افغان ولس رایې ته ځای نه دی ورکړل شوی، او زیاته یې کړه چې په هېڅ شرایطو کې څوک حق نه لري چې له افغانانو د رایې حق واخلي.
نوموړي له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی وښود، خو ټینګار یې وکړ چې تپل شوې یا د زور سوله به هېڅ کله هم ونه مني.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د افغان حکومت مشرتابه، سیاسي او جهادي مشرانو ته په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت طرحه سپارلې ده، چې د افغان حکومت لخوا به ارزول کېږي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر بي بي سي ته ویلي وو، خلک باید د افغان سولې په اړه د امریکا د نوې طرحې په اړه اندېښنه ونه لري.
ښاغلي اتمر دوشنبه بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، د دې طرحې پر ټولو اړخونو مفصلې خبرې او سلا مشوره کېږي، او بیا به پرېکړه کېږي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دې طرحې اساسي ټکي د افغانستان د خلکو له ملي ګټو سره سمون لري، خو زیاته یې کړه چې د ځینو برخو په اړه یې باید سلا مشورې وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ټولې خبرې داسې مهال راپورته شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنک په خپل لیک کې ویلي، د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له افغان حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو سره په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت، اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او دې هېواد کې د تلپاتې اوربند په اړه خپل وړاندیزونه شریکوي.
خو ښاغلی بلېنکن وایي، دا وړاندیزونه د امریکا لخوا کوم "امر" نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې افغان حکومت او طالبان د سولې د خبرو بهیر چټک کړي.










