د افغانستان اوبه او د شاتوت بند تړون

د ویډیو تشریح، د افغانستان اوبه او د شاتوت بند تړون

افغانستان او هند نن (۹ فبروري) د شاتوت بند جوړولو پروژه لاسلیک کړه. د هوکړې له مخې هند به د دغه بند جوړولو لپاره ۲۸۶ میلیون ډالره افغانستان سره مرسته کوي. افغان حکومت وایي، دې بند سره به د پلازمېنې کابل دوه میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د هند لومړي وزیر نرېندر ویلي، له دې هوکړې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي لا نژدې او پیاوړي شوي دي.