تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ولسي مرګژوبله: هره ورځ اته ولسي وګړي وژل شوي
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر کال، د وړم پرتله د ملکيانو مرګژوبله ۲۱ سلنه کمه وه.
خو بیا هم هره ورځ اته ملکيان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي وو.
د دغه کمیسیون په خبره که څه هم د سولې خبرې روانې دي او تل د جګړې پر ښکېلو غاړو د اوربند او اورکم غږونه شوي، خو تاوتریخوالی لکه چې تمه يې وه، لا نه دی کم شوی.
دا کمیسیون د ملکيانو د ۵۳ سلنې مرګژوبلې لامل طالبان ګڼي خو طالبانو تل ورته د پړې ګوته رد کړې ده.