باوري: افغانستان لس کلتوري میراثونه نړیوال میراث کې شاملول غواړي
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي پر میناتوري هنر سربېره د ګڼو نورو کلتوري میراثونو اسناد یونسکو ته لېږي چې د افغانستان د کلتوري میراثونو په توګه ثبت شي.
وړاندې د میناتوري هنر د ځینو نورو هېوادونو د کلتوري میراث په توګه ثبت شوی وو چې په غبرګون کې افغانستان د ملګرو ملتونو د کلتوري میراثونو د ثبت سازمان یا یونسکو ته شکایت وکړ او دغه سازمان ورنه اسناد وغوښتل.
د اطلاعاتو او کتلور وزارت ویلي دي چې دوی په دې اړه اسناد پوره کړي دي او څو میاشتې وروسته به یې په یونسکو سازمان کې په تړاو پرېکړه وشي.
زموږ همکار ندیم اشرف د اطلاعاتو او کتلور وزارت مرستیال محمد رسول باوري سره خبرې کړې دي او په سر کې يې پوښتلی چې د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره یې تازه کوم ګامونه پورته کړي دي؟