افغانستان کې د ریسایکل صنعت وده

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ریسایکل صنعت وده

افغانستان د ناکاره توکو په ریسایکل یا بیا کارولو برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دې پرمختګ یو اړخ په هېواد کې دننه د ریسایکل یا توکو بیا کارولو فابریکو جوړېدل دي چې هم یې ډېریو افغانانو ته کار پیدا کړی، هم یې د ښارونو بڼه یو څه له ناپاکیو پاکه کړې او هم یې د هېواد دننه اړتیاوې ورسره پوره کړې دي. نجما ځلا د سپین کاغذ جوړېدو یوې فابریکې ته ورغلې وه.