دوو کلونو کې ستنو شويو افغان کډوالو مېرمنو ۳۰ زره متره غالۍ اوبدلې

دغه مېرمنې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې هر کال په لسګونو زره متره غالۍ اوبي چي نه يوازي خپل کور لګښت ترې پوره کوي، د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کي هم مهم رول لوبوي.د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې زموږ خبريال ذبيح الله رحیمزی همداسې څو کورنيو ته ورغلی چې وګوري، ژوند یې څرنګه تېرېږي.

غالۍ
د عکس تشریح، د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ د کاکړانو کلي د يو خټين کور په سرپټي دالان کې اېښودل شوې دستګاه کې رنګا رنګ تارونه راځوړند دي. زرمينه او نندرور يې په ګډه يوې دوه متره غالۍ اوبدلو پسې ميده ميده ستنۍ راکاږي.
غالۍ
د عکس تشریح، دوی ته د مرستې په توګه د اوبدلو دستګاه او تار ورکړل شوی او د خپل لاسي کار په بدل کې پیسې اخلي.
غالۍ
د عکس تشریح، دې چې هره شېبه د غالۍ ورکړې شوې عکس ته کتل او بيا يې اوبدله ويل يې، دا فرمايش شوې تېز رنګه دوه متره غالۍ په مياشت کې اوبدلی شي چې په بدل کې ورته تر ۷ زره افغانۍ ورکول کېږي.
غالۍ
د عکس تشریح، د افغانستان د کلیو پراختيا وزارت له نژدې دوو کلونو راهیسې د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې داسي مېرمنو ته چي ۸۰ سلنه يې د کډوالۍ په وخت کې غالۍ اوبدل زده کړي د ستګاوې ورکړې.
غالۍ
د عکس تشریح، زه د قالینو يا غاليو اوبدلو یوې بلي داسې فابريکې ته هم ولاړم چې ۴ دستګاوې پکې ولاړې وې او څو ځوانانو غالۍ اوبدلې.
غالۍ
د عکس تشریح، دې کارځی کې شخصي دستګاوې د مرسته شويو دستګاوو په ګټل شويو پیسو اخېستل شوې وې او څېښتن یې بصیر خان ويل غالۍ اوبدل یې د کډوالۍ پر مهال په خيبر پښتونخوا کي زده کړي وو.
غالۍ
د عکس تشریح، هېواد ته د راستنېدو پر وخت له بې روزګارۍ کړیدل، خو چې اوس بېرته غالۍ اوبدلو ته راګرځيدلي، نه یوازې د خپلې کورنۍ ورځنی لګښت ترې پوره کوي، بلکې ګڼ نور کسان يې هم له ځان سره په کار کړي دي.
غالۍ
د عکس تشریح، که څه هم له کډوالۍ راستانه شوي ډېر کسان له بې کارۍ کړيږي، خو ډېرو میرمنو د همدې غالیو اوبدلو له لارې خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کړی، چې له دې وړاندې له اقتصادي ستونزو سره مخ وې.