تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیلوفر ایوبي: ښځې دې د سړیو جیبونو ته نه ګوري
په افغانستان کې د نویو ودانیو او د کورونو او دفترونو د نوي ډیزاین په راتګ سره، اوس ښځې هم د کورونو ډیزاینولو کې کار کوي. له دې ډلې یوه هم نیلوفر ایوبي ده، چې کارخونه کې ګڼې ښځې هم ورسره په دنده شوې دي.
نیلوفر ایوبي وايي، د بېلابېلو خلکو له سلیقو سره یې اشنايي پیدا کړې او د بازار د تقاضا مطابق خپل فعالیت مخته وړي او له ښځو یې غوښتنه دا ده چې پخپلو مټو ځانونه بسیا کړي او تل یې د سړو جیبونو ته سترګې نه وي نیولې. کابل کې زموږ همکارې سیما سلطاني له نیلوفر ایوبي سره مرکه کړې ده.