تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تېتسو ناکامورا وژل کېدو يو کال پوره شو
په افغانستان کې د يوه خیريه بنسټ مشر ډاکټر تېتسو ناکامورا وژل کېدو يو کال پوره شو، خو لا يې هم د پېښې عاملین نه دي مالوم شوي او نه یې هم چا مسوولیت منلی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې د سملاسي پلټنو امر وکړ. په دغه پېښه پوره يو کال ووت، خو تراوسه امنیتي ادارې جوت ځواب نه لري.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل بيا وایي، د ناکامورا د وژنې د پېښې لټه لا هم روانه او ځينې نښې يې موندلي دي او په بشپړېدو سره به یې جزيات شريک کړي.
په ننګرهار کې د هغه پېل کړې پروژې اوس هغسې ګړندۍ نه دي اوځایناستی یې هم افغانستان ته نه دی ورغلی.
ناکامورا د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې د اوبو مدیريت، کرنې پراختيا برخه کې نژدې پنځلس کاله کار وکړ.
دی تېرکال همدا ورځ د ۲۰۱۹ کال د دیسمبر په ۴ مه سهار مهال نامعلومو وسله والو د افغانستان د ختيځ ښار جلال اباد په زړه کې له خپلو پنځو ساتونکو سره په ډزوو وواژه.
زموږ خبريال ذبيح الله رحيمزی پرې له ننګرهار راپور لري.