اروپایي ټولنه: د ملي مصالحې عالي شورا باید سملاسي فعاله شي

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook
په افغانستان کې د یو شمېر مېشتو اروپایي ټولنو استازولۍ پر افغان دولت غږ کړی دی چې د ملي مصالحې تر نامه لاندې اعلان شوی بنسټ باید په سملاسي توګه په عمل کې هم رامنځته او فعال شي.
اروپایي ټولنې پنجشنبه په دې تړاو خپله اعلامیه کې ویلي، په دې شورا کې له سیاسي مشرانو سره، سره باید ښځې، د جګړې قربانیان، دیني لږکۍ، مدنې ټولنې او ځوانان هم شامل وي.
یادې ټولنې ویلي، د سولې خبرو د یوې دوامداره پایلې لپاره غوره ده چې د افغان دولت په لیکو کې سیاسي یووالی وي، او په دې بهیر کې د افغانانو غږ شامل وي.
یاده دې وي چې په افغانستان کې تېرې ولسمشریزې ټاکنې د څو میاشتو لپاره جنجالي شوې وې، چې وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي له لارې ستونزه هواره شوه.
د دې جوړجاړي له مخې محمد اشرف غني د ټاکنو کمېسیون له پرېکړې سره سم ولسمشر شو، او سیال یې عبدالله عبدالله د ملي مصالحې په نامه د نوي بنسټ رئیس وټاکل شو.
تېره اګست میاشت کې ولسمشر غني د دې شورا لپاره شاوخوا پنځوس غړي اعلان کړل، خو ډاکټر عبدالله د ولسمشر له دې فرمان سره مخالف وکړ او ټینګار یې کاوه چې د دې شورا د غړو ټاکل د سیاسي هوکړې له مخې د ده واک دی.
د دواړو مشرانو ترمنځ دا اختلاف پر خپل ځای، خو عمل کې دې شورا تر اوسه هم له خپلو ټاکل شویو اهدافو او واک سره سم فعالیت نه دی پیل کړی.
د پردې تر شا څه روان دي؟

د عکس سرچینه، ARG
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي له مخې ټاکل شوې وه چې ښاغلی عبدالله به د افغان سولې بهیر او ورسره اړوندو چارو کې جووت رول او واک لري.
خو په تېرو څو میاشتو کې شویو پرمختګونو ته په کتو داسې ښکاري چې د سولې د بهیر په تړاو مهمې پرېکړې لا هم د ولسمشر غني لخوا کېږي.
ناتائید شوي رپوټونه وایي، په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان دولت او طالبانو پلاوي له اوږدو بحثونو وروسته د خبرو پر کړنلارې سره سلا شوي وو.
د افغان دولت پلاوي پخپله هم دې برخه کې د پرمختګ خبره کړې، خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي چارشنبه وویل، دې خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
ښاغلي صدیقي کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، طالبان لا هم پر داسې غوښتنو ټینګار کوي چې افغان حکومت یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.
نوموړي روښانه نه کړه چې د طالبانو دا غوښتنې څه دي، خو پخپله طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو له پیله ټینګار کړی چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ شوی خپلمنځي تړون باید د خبرو لپاره بنسټیز سند وي.
په پیل کې د افغان دولت پلاوي د طالبانو له دې غوښتنې سره مخالفت کاوه او استدلال یې دا و چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو خپلمنځي تړون کې شریک نه و.
خو تېرو څو ورځو کې داسې ناتائید شوي رپوټونه وو چې ګواکې د افغان دولت پلاوي د طالبانو دا غوښتنه منلې ده، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لا هم دا شرط د منلو نه دی.
پخپله ډاکټر عبدالله څه وایي؟

د عکس سرچینه، ABDULLAH FACEBOOK
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره تر سیاسي جوړجاړي وروسته ظاهراً د ارګ او سپیدار ماڼۍ ترمنځ د کوم جدي اختلاف خبره نه ده کړې.
خو دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي یو غړي حفیظ منصور، چې د ښاغلي عبدالله سیاسي ملاتړی دی، پنجشنبه کابل کې د یک په نامه یو ځایي تلویزیون ته ویلي چې دوحه کې روانو خبرو کې پرمختګ شوی.
نوموړي ویلي، دواړه خواوې د خبرو پر کړنلاره سلا شوې دي او د ولسمشرۍ مانۍ مخالفت دا بهیر نشي درولی، ځکه چې، د ده په ټکو، نړیوالې ټولنې دې برخه کې هوکړه کړې ده.








