اسدالله خالد وايي، ډاډه نه دی چې د سولې خبرې به بریالۍ وي

د ویډیو تشریح، اسدالله خالد وايي، ډاډه نه دی چې د سولې خبرې به بریالۍ وي

افغان دفاع چارسمبالی وزير وايي ډاډه نه دی چې د سولې خبرې به بریالۍ وي خو دوی یې مخالفت نه کوي. اسد الله خالد چې نن د ووټ يا رايو اخيستو لپاره د خپل هېواد ولسي جرګې ته ورغلی و، وایي طالبان لا هم سولې او د تاوتریخوالي کمښت ته ژمن نه دي. ده د بهرنیو ځواکونو بېرته تګ ته په اشارې وویل، بدلون یوازې په شمېرو کې راځي شاید د دوی شمېر کم او یا هم بیخي ډېر شي. نور جزئیات له کابله د شازیې حیا په راپور کې.