سره صلیب د افغان ملکیانو پر وژنه اندېښنه ښوولې

د ویډیو تشریح، سره صلیب د افغان ملکیانو پر وژنه اندېښنه ښوولې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې نوي ټاکل شوي مشر په قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو هرکلی کړی دی، چې که وکولای شي، په دغه هېواد کې د لسیزو جګړه پای ته ورسوي. خو وايي، لا هم د ولسي خلکو په مرګژوبله کې کموالی نه دی راغلی. رابرټ ماردیني چې په درې ورځني افغانستان ته تللی وايي، جګړو پر ملکي خلکو خورا ناوړه اغېز کړی دی او وايي، باید ښکېلې غاړې نړیوال بشرپال قانون مراعت کړي.