تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې پب جي انټرنېټي لوبه
په افغانستان کې د پب جي لوبې بندولو په هکله د ولسي جرګې غوښتنې د دغې انټرنېټي لوبې تر څنګ ځینې افغان کاروباریان هم اندېښمن کړي دي. دوی وايي، پر دې لوبه یې سلګونه زره ډالره پانګونه کړې او که داسې وشي، نو مالي زیان به ورواوړي. بل لور ته یو شمېر کورنۍ بیا پر دغې لوبې د بندیزونو پلويتوب کوي او په وینا یې دغې لوبې ځوانان له کاره ایستلي دي. د بي بي سي خبریال په دې رپوټ کې دې ته کتنه کړې، چې آیا په بشپړ ډول د دې لوبې بندول شوني دي او که نه.