تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
صدیقي: طالبان د سولې خبرې ځنډوي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر طالبانو تور پورې کوي چې په دوحه کې د سولې خبرې ځنډوي.
د ولسمشر غني وياند صديق صديقي له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې طالبان پر هر هغه بريد پړه بولي چې په افغانستان کې کېږي او وايي طالبانو له "ترهگرو ډلو" سره اړېکي نه دې پرې کړي.
شازيې حيا د ولسمشر غني له وياند سره خبرې کړې دي