تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټاکنې او افغانستان
داسې حال کې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې دوه اونۍ پاتې دي، بي بي سي دې ته کنته کوي چې د ولسمشر ترمپ دې تګلارې چې امریکا له هر څه مخکې ګڼي، نړۍ څومړه بدله کړې ده. ولسمشر ترمپ تر راتلونکې کرېسمېس پورې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د وتلو خبره کړې خو کابل کې د ملي امنیت سلاکار خبردارۍ ورکړی چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو تیارۍ به افغانستان د کورنۍ جګړې له ریښتیني ګواښ سره مخ کړي. د بي بي سي مشرې نړېوالې خبریالې لېز دوسېت د یوه ځانګړي پوښښ په ترڅ کې دې ته کتنه کړې چې نړۍ له امریکا څه غواړي.