"ډېری خلک نه پوهېږي چې رواني ناروغي لري"

نن (اکتوبر ۱۰مه) د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. د افغانستان د روغتیا وزارت هم وايي چې د کورونا وېروس له خپرېدو سره په دغه هېواد کې د رواني ستونزو بېلګې زیاتې شوې. د دغه وزارت په وینا، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ۲ میلیونه وګړو ته رواني خدمتونه وړاندې شوي. سیما سلطاني کابل کې د عصبي ناروغیو له یوه متخصص ډاکټر ولید حسین خېل سره غږېدلې ده.