د سولې بين الافغاني ناستې ته د ملا برادر خبرې
په قطر کې د سولي بين الافغاني ناسته پيل شوې چې ټاکل شوې تر دريو ورځو به دوام کوي. په دغه ناسته کې د افغان دولت او طالبانو استازو ګډون کړی دی. د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر خبرو کې وويل، "نړۍ ته ډاډ ورکوي چې تر خپله وسه به هلې ځلې کوي چې بين الافغاني خبرې مثبته پايله ورکړي".