مزار ښار کې د ښځو کارخونه ماسکونه جوړوي

بلخ کې بيا د ښځو سوداګرۍ خونه وايي په تېرو درېيو میاشتو کې مزار شریف کې د ښځينه سوداګرو ۶۰ سلنه کاروبار د کورونا وېروس او محدودیتونو له امله درېدلی دی. نجيب پاڅون په مزار شریف کې هغو دوو کارخونو ته ورغلی چې د کرنتین ورځو کې يې له روغتیايي پاملرونو سره هره ورځ زرګونه ماسکونه او د ځان ساتنې جامې ګنډلې او هم یې خوراکي توکي تولید کړي دي.