افغانستان: یوناما د تاوتریخوالي بندیدو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر "یوناما" په هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د افغانانو تر منځ دې خبرې پیل کړي. دغه اداره وايي، په افغانستان کې تېره اپرېل میاشت د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره وه. ملګري ملتونه داسې مهال د جګړو دبندیدو غوښتنه کوي چې په کندوز کې د طالبان او افغان حکومت ترمنځ د درنو جګړو رپوټونه ورکړل شوې دي. له کابله شازیه حیا نور حال لري.