افغان پلازمېنه کابل د دوو اونیو لپاره قرنطين شوه

د ویډیو تشریح، افغان پلازمېنه کابل د دوو اونیو لپاره قرنطين شوه

افغان پلازمېنه کابل کې د دوو اونیو ښاربندي پيل شوه. د کابل والي یقوب حيدري نن يوې خبري غونډې ته ویل په دغه ښار کې به له وړاندې پر ګرځېدو لګېدلي. محدودويتونه د کورونا ویروس د لا خپرېدو له وېرې روانه او راتلونکې اوونۍ کې پر بشپړه ښاربندۍ بدل کړي. پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ کسان پر کرونا اخته شوي چې ۸ هغه یې په کابل کې دي. د وزارت په خبره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پیښو شمېر ۵۵۵ ته رسیدلی دی. د عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه پر کرونا اخته ۱۸ کسان مړه شوي خو ۳۷ کسان بېرته ترې روغ شوي دي. پاکستان کې په کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر نژدې ۴۹۰۰ ته رسېدلی، ۷۸ کسان ترې مړه شوي او ۷۷۵ ترې روغ شوي دي. پنجاب د ۲۳۰۰ ناروغانو په لرلو تر نورو صوبو زيات ځپل شوی دی. مړو شوو کسانو کې ۲۵ د خيبر پښتونخوا دي. ټوله نړۍ کې بیا په کرونا واېرس د اخته کسانو شمیر تر یو میلیون او اوه سوه زرو اوښتی او تر یو سل او درې زرو ډیر ترې مړه شوي دي.