تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نهو کالونو په تېرېدو د بلخ کوچیانو ته ژمنه شوې ځمکه لا هم نه ده رسېدلې
د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د کوچیانو د چارو د سمون اداره وايي دغلته کوچیانو ته ځانګړې شوې ځمکه لا هم نه ده ور سپارل شوې.
دغه پنځه زره جریبه دولتي ځمکه د مزار شریف په سویل ختیځ کې پرته ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یې ژمنه شوې وه چې کوچیانو ته به کورونه په کې جوړېږي. ویل کېږي دغه ځمکه په بلخ کې زوراکو غصب کړې ده خو د بلخ ولایتي اداره وايي هڅه کوي دا لانجه ژر هواره کړي.