افغانستان: د افغانۍ دودولو کمپاین

د افغانستان په څو لویو ښارونو کې چې پخوا پکې کلدارې چلېدې، اوس راکړه ورکړه په افغانۍ کېږي. دا له هغه کمپاین وروسته چې افغان حکومت، لکه ننګرهار او خوست، په ډېریو پښتون مېشتو ولایتونو کې پیل کړ خو پر دې مساله په دغو ولایتونو کې عادي افغانان وېشلي دي ځکه وايي وړې افغانۍ نشته او بیې ثابتې نه دي، نو صرافان په خپل زړه بیې ټاکې او افغانۍ پرې پلوري. له جلال اباده ذبیح الله رحیمزی رپوټ لري.