افغانستان کې د بانکونو پور
افغانستان کې حکومتي او خصوصي بانکونو له خپلو ګډونوالو نژدې ۲۵۰ ميليارده افغانۍ غونډې کړې، خو دغه هېواد کې بيا خلکو او کاروبراونو ته د پور ورکړه محدوده ده. د ځینو شمېر له مخې چې بي بي سي ته ورکړل شوې، سره له دې چې د پورونو غوښت خورا زيات دی، بانکونو دغه هېواد کې يوازې څه د پاسه اويا زرو خلکو ته پيسې په پور ورکړې دي. بل پلو، د بانکونو پرتله خصوصي مالي موسسو يا د پورنو وړو شرکتونو کاروبارونو لپاره د پور ورکړه کې پرانيستی لاس لاره. افغان سوداګر د بانکي پورونو پېچلو شرايطو له امله خوښ نه دي.