تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان ولسمشريزو ټاکنو لومړۍ پايلې محمد اشرف غني ګټونکی ښيي
له بيا بيا او وار وار ځنډولو وروسته، د افغان ټاکنو خپلواک کمېسيون پای کې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. د اعلان شوو پايلو له مخې ټاکنو کې اشرف غني له ۹۲۳ زرو زياتو رايو په ګټو چې ۵۰،۶۴ سلنه کېږي، سر کې دی، او دا کټر عبدالله له ۷۲۰ زرو ډېرې رايې ګټلې، چې ۳۹،۵۲ سلنه کېږي، پر دوهم ځای دی.
افغان ولسمشريزې ټاکنې د سپټمبر پر ۲۸ مه وشوې، چې ټاکل شوې وه، لومړۍ پايلې یې هم د اوکتوبر پر ۱۴ مه اعلان شي، خو په وار وار يې اعلان وځنډول شو. د دغو پايلو له اعلان وروسته به اوس د افغان ټاکنو شکايتونو کمسيون، ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو بهير پيلوي.
نور حال د صابر عزیز په رپوټ کې.