افغانستان کې لا اوس هم دوه پر درې نجونې ښوونځيو ته نه شي تللی

د ویډیو تشریح، د نژدې دوو لسيزو نړيوالو مرستو سره سره، افغانستان کې لا اوس دوه پر درې نجونې ښوونځيو ته نه شي تلی.

دا نومبر له هغه راهيسې چې افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو پوځي مداخله کې د طالبانو حکومت پرځول شوی، اته لس کاله تېرېږي.

د سلګونه ميليون ډالرو له مرستو او لګښوتونو سره سره اټکل دوه پر درې افغان نجونې لا اوس هم ښوونځيو ته نه ځي. ان د هغې موخې او هدف پر لور پرمختګ چې افغانستان کې ټولې نجونې یې بايد له مخې ښوونځيو ته لاړې شي، د ناوړه وضعيت له امله ښايي په شاتګ اوښتی وي.

ډېر ماشومان له ورنژدې ښوونځي ډېر لرې اوسېږي، او نه شي کولی ښوونځيو ته ورسېږي، چې په ځانګړي ډول يې اغېز پر نجونو ډېر دی. نجونې يې د جنسيتي باورونو او ناوړه دودونو له امله ډېرې زيانمنېږي، او زده کړو ته يې اجازه نه ورکول کېږي.

مامون درانی په همدې اړه له کندهاره راپور لري.