تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی: برتانیا کې د یوې افغانې مېرمنې کیسه
ملګري ملتونه وايي د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالی نن سبا نړۍ کې له بشري حقونو د سرغړونو يوه ټولو پراخه، پرله پسې پېښېدونکې او ويجاړوونکې بڼه ده.
د دوی په وينا د خونديتابه، چوپتيا، او په اړه یې د شرم او رسوايۍ له امله پېښې پټې پاتې کېږي او څوک ترې نه خبرېږي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۰۰ کال له فبرورۍ راهيسې د نومبر ۲۵ مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړلو ورځ ټاکلې ده. په همدې ورځ حکومتونه، نړيوالې ادارې، او مرستندویه ټولنې دې ته هڅوي چې بېلابېلو ټولنو کې ښځو حقونو او برابرۍ په اړه د عامه پوهاوي زياتوالي لپاره هلې ځلې وکړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د نړۍ په هرو دريو ښځو کې یوه یې د خپل ژوند په اوږدو کې له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالې سره مخ شوې وي. د نړۍ لروبر له هرو دوو وژل شوو ښځو يې یوه د خپلې کورنۍ یا ژوند د ملګري له خوا وژل شوې ده.
دا هېښوونکې شمېره ده. په افغانستان کې بیا د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د یو رپورټ له مخې، د روان کال د مارچ او سپتمبر تر منځ موده کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۸ سلنه زیاتې شوې دي.
دا اوونۍ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په اړه بېلابېل راپورونه لرو، لومړی يې د هغې افغان مېرمنې کیسه ده چې دلته په بریتانیا کې اوسېږي او له کورني تاوتریخوالي کړېدلې ده.
د دې مېرمنې اصلي نوم او غږ بدل شوی، دې بي بي سي ته وویل که یې د کورني تاوتریخوالي په اړه معلومات درلودی او یا یې کورنۍ له پیله ملاتړ کړی وی نو به له ډېر کړاوه بچ شوې وی.
دې خپله کيسه بي بي سي ته کړې چې کريمې نعيمي رااوروي.