تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د 'سي ای اې' تر واک لاندې افغان ځواکونو جنګي جرمونه او سرغړونې کړې''
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې وایي، هغو افغان ځواکونو چې د 'سيایاې' ملاتړ ورسره دی، له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې او په عملیاتو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. په دې راپور کې د ولسو وګړو وژنې صحرایي محاکمې یادې شوې او ان ځينو دا تېروتنې جنګي جرمونه بللي دي.
شپني عملیات، هوایي بریدونه، نیونې، د ځینو کسانو تری تم کول او پر روغتیایي مرکزونو بریدونه هغه تکتکیونه یاد شوي دي چې دغه ځواک ورنه کار اخلي او د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلي دي.
دغه سازمان له افغان حکومته غواړي چې ژر تر ژره ټولې دولت پلوه وسله والې ډلې چې پکې د'سي ای اې' له ملاتړه برخمن ځواک هم شامل دی، او په ټوله کې هغه ځواکونه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر قوماندې لاندې نه دي، منحل کړي.