د ګوزڼ یا پولیو نوې قضیه

د ویډیو تشریح، د ګوزڼ یا پولیو نوې قضیه

د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې چارواکي وايي د پوليو يا گوزڼ نوې قضيه يې موندلې ده. د روغتيا د څانگې چارواکي وايي د ډنډ په ولسوالۍ کې يو ماشوم په پوليو اخته شوى دى. له دې سره په روان کال کې په پوليو، د اخته شويو افغان ماشومانو شمېر ١٩ ته ورسېد چې ډېر يې د ارزگان، او کندهار په ولايتونو کې دي. مامون درانى نور حال لري: