افغان ټاکنو کې بايومټريک کارونه

د ویډیو تشریح، افغان ټاکنو کې بايومټريک کارونه

افغان ولسمشریزو ټاکنو کې لومړی ځل له بایومتریکه، يا د ګوتو نښو له ټکنولوژۍ کار اخیستل کېږي. دا ټکنالوژي تېرکال په پارلماني ټاکنو کې کارول شوې وه. خو د کارونې نيمګړتياوو یې پراخ غبرګونونه او نیوکې پارولې وې. د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي ستونزې یې حل کړي، او د رايې ورکولو ۲۹ زره ځايونو ته د ۲۹ زره بایومتریک آلو ترڅنګ يې ۵۰۰۰ نورې احتیاطي هم په پام کې نیول شوې دي. نجما ځلا راپور لري.