تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي، هیله لري د نوي پړاو خبرې به ژر پیل شي
قطر کې د طالبانو دفتر وياند ويلي دوحې ته د امريکايي پلاوي له رسېدو سره به د دواړو خواوو ترمنځ د نهم پړاو خبرو د بيل نېټه ټاکي، او وايي هيله لري چې ژر پيل شي. سهيل شاهين ويلي وروستۍ مسوده کې به واړه بدلونونه د خبرو پر مېز ږدي، او لوی اټکل دا دی چې د خبرو دې پړاو کې به پر تړون هوکړه وشي. پر همدې مهال امريکايي استازي زلمي خليلزاد پر خپل ټويټر ليکلي دوحه کې به پر پاتې مسئلو خبرې کوي، دوی چمتو دي، او ګوري به چې طالبان چمتو دي تاو که نه.