د افغان سولې بهیر کې تازه پرمختګونه
د افغانستان د روانې جګړې د سوله ییز هواري د هڅو په لړ کې په بيلو هيوادونو کي هڅې رواني دي.
د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په اروپا کي دی چې د بین الافغاني غونډې د جوړیدو په اړه خبرې وکړي.
په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي او د قطر امیر له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه تیلفوني خبرې کړي دي. د طالبانو جګپوړی پلاوی بيا ازبکستان ته تللی دی.
نو دا هرڅه په څه مانا دي؟ د افغانستان د سولې بهیر په کوم پړاو کي دی؟ او د سولې خبرې کومي خوا ته رواني دي؟
په دې اړه د بي بي سي د پښتو راډيو له مسول داود اعظمي سره مرکه.