د لغمان لرغونو اثارو په اړه اندېښنې

ویل کېږي لغمان کې اتيا سلنه لرغوني ځايونه او ودانۍ د ورکېدو او له منځه تلو ګواښ سره مخاخ دي. د دغه ولايت د فرهنګي میراثونو د ساتنې چارواکي وایي، تر ۵۰ داسې لرغوني ځايونه او ودانۍ شته چې دوی یې لسو ته ورسېدی شي او پاتي یې په ناامنه سيمو کې دي، نه يوازې نړيدلې، چې ځينې يې غصب شوي هم دي. ذبيح الله رحيمزی د لغمان يو شمېر لرغوني ځایونو او ودانيو ته ورغلی او دا راپور يې پرې جوړ کړی.