د عکسونو البوم: د نېزې وهنې لوبه

په نیزه وهنه لوبه کې لرګین مېخ په دریو بڼو خښیږي: یوه برخه یې لوڅه، ټول د خارو لاندې او اور ورکول، خاوره کې خښ کړی شوی مېخ یوازې تکړه لوبغاړي لیدلی او ایستلی شي.حکومت د پکتیا لوبغاړو لپاره له تېرو اوو او اتو کالونو لوبې نه دي برابرې کړي. زمونږ همکار نصرت تسل دغه انځورونه اخیستي دي.

پکتیا
د عکس تشریح، پکتیا او سووېل ختیځ زون کې د نیزه وهنې لوبه یو وار بیا په پراخېدو ده
نیزه بازي
د عکس تشریح، هره جمعه د ګردېز د نیزه وهنې لوبغاړي تمرین کوي
پکتیا
د عکس تشریح، واده، د ماشوم پیدایښت، نوی کال، اخترونه او جشنونه هغه ورځې دي چې په پلمه یې د نیزه وهنې لوبه ترسره کیږي
پکتیا
د عکس تشریح، په سووېل ختیځ زون کې له دوه سوو زیات د نیزه وهنې لوبغاړي شته.
پکتیا
د عکس تشریح، د دې لوبې اس باید ډیر چاغ نه وي، د ځغاستې پرمهال سر جګ یوسي. لوبغاړی هم مناسب وزن ولري.