سکاټلنډ کې د نشه يي توکو ناورين
سکاټلنډ کې د هغو کسانو شمېر چې د نشه يي توکو کارولو له امله مړه شوي، ريکارډ کچې ته رسېدلی دی.
دا د بريتانيا نورو برخو کې د مړينو پرتله درې برابره لوړ دی، او د شته شمېرو له مخې دا کچه د اروپايي ټولنې د هر بل هېواد يا امريکا پرتله هم لوړه ده.
سکاټلنډ کې له نشه يي توکو سره په تړاو مړينې تېره يوه لسيزه کې دوه برابره شوې دي.