تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل پوهنتون ته نژدې برید
په افغانستان کې کابل پوهنتون ته نژدې یوې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژلي دي او څه باندې ۳۰ یې ټپیان کړي. همدغلته نژدې یو بل بم بیا د پولیسو یوې ډلې شنډ کړی دی. طالبان وايي برید دوی نه دی کړی. په تېر کې طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې په کابل کې خونړي بریدونه کړي دي. زموږ همکار نورګل شفق د برید ځای ته ورغلی وو.