تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کندهار برید
په کندهار کې د امنیې قومندانۍ په وره کې د موټر بم چاودنه شوې. ویل کېږي، چې د بریدګرو موخه د کندهار پولیسو د نشه یي توکو مخنیوي څانګه وه.
تر چاودنې وروسته وسله والو پر پولیسو ډزې کړې دي. لومړنی رپوټونه وايي، دغه برید کې له لسو ډېر کسان وژل شوي او نژدې سل کسه ټپیان شوي دي چې ډېری پکې ملکي کسان دي.
وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی او یو شمېر په وسلو سمبال ځانمرګي د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته ننوتي دي.