د عکسونو ګالري: دوحه کې بین الافغاني ناسته

افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د طالبانو او له کابله دوحې ته د ورغلې پلاوې ترمنځ دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه د یکشبې پر ورځ د جولای پر اوومه نېټه په قطر کې پېل شوه. دلته تاسې کولی شئ چې د دې غونډې له څنډو ځینې انځورونه وګورئ

طالبان، سوله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي د بین الافغاني خبرو له پاره د دوی او امریکايي استازو ترمنځ خبرې دوه ورځې ځنډول شوي.
طالبان، سوله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پخوانۍ هوکړې له مخې په دې ناسته کې د ګډونوالو برخه اخیسته شخصي او انفرادي بڼه لري.
طالبان، سوله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې ناسته کې د طالبانو له اړخه یوه ۱۷ کسیزه ډله ګډون کوي.
طالبان، سوله، افغانستان
د عکس تشریح، له کابله په ورغلي پلاوي کې ځیني پخواني او اوسني چارواکي هم شامل دي.
طالبان، سوله، افغانستان
د عکس تشریح، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون مشر نادر نادري او ډاکټر رنګین دادفر سپنتا له طالب استازو سره د خبرو په حال کې.
طالبان، سوله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له طالبانو سره له کابله د ورغلي پلاوي ناسته به نن او سبا (د جولای اومه او اتمه) دوام وکړي.
طالبان، سوله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له کابله دوحې ته په ورغلي پلاوي کې ښځې هم شاملې دي.
طالبان، سوله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا بین الافغاني ناسته د قطر او جرمني په کوربتوب ترسره کېږي.