تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: افغان حکومت سره د یوه لوري په توګه غږېږو
په قطر کې طالبان وايي د کابل د ننني بريد او نورو نښتو د مخنيوي په هيله خبرې اتري کوي. په قطر کې د طالبانو د دفتر يوه استازي بي بي سي ته وويل چې په خبرو کې پرمختگ شوى دى. نن په دوحه کې د طالبانو او امريکاييانو ترمنځ د خبرو د اووم پړاو دريمه ورځ وه. زموږ همکار عنايت الحق ياسيني په دوحه کې د طالبانو د دفتر له غړي سهيل شاهين څخه پوښتلي چې د کابل ننني بريد ته په پام سره د سولې خبرې څرنگه روانې دي؟