د عکسونو البوم: د افغان سوداګرو ښځو لاسي صنایع

کابل کې دغه نندارتون چې د شاوخوا ۱۰۰ مېرمنو له لوري جوړ شوی، په ۱۵۰ غرفو کې یې د خوراکي توکو سربېره د ښځو لاسي صنایع او یو شمېر نور توکي نندارې ته وړاندې کړي دي. دا اعکسونه د بي بي سي شازیې حیا اخیستي.

زعفران
د عکس تشریح، زعفران یو له هغه توکو څخه دي چې په افغانستان کې تولېدېږي
زعفران
د عکس تشریح، دغه نندارتون د څلور سوه مېرمنو له خوا اداره کېږي
مېرمنې
د عکس تشریح، په دې نندراتون کې د افغانستان د څوارلسو ولایتونو ښځو خپل توکې نندارې ته اېښي دي
نندارتون
د عکس تشریح، مېرمنې هېله لري چې په دې نندارتون کې د توکو ښه بازار ولري
نندارتون
د عکس تشریح، په لاس ګنډل شوي توکې د افغان مېرمنو له اړېنو تولیدي توکو څخه دي
نندارتون
د عکس تشریح، د دې نندارتون په ۱۵۰ غرفو کې افغاني کالي، اوبدل شوې غالۍ، انتیک توکي او زعفران نندارې ته ایښودل شوې دي.
نندارتون
د عکس تشریح، د دې نندارتون موخه دا ده چې د ښځو په لاس جوړ شویو توکو ته په کور دننه او بهر کې بازار موندنه وشي.