سږ اختر د جامو د نويو ډیزاینونو بازار تود دی
افغانستان کې د کوچني اختر له رارسیدو سره سم د خیاطانو کار و بار غوړیږي او ګڼه ګوڼه پرې ډېرېږي. سږ کال بیا د اختر لپاره د جامو ډېر نوي ډیزاینونه یا طرحې هم بازار ته راوتلې دي.
زموږ خبریال یوسف ځدراڼ کابل کې د کالیو ګنډلو او رخت پلورلو یو لوی مرکز ته ورغلی.