تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کوچیانو ستونزې
افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره يو له بدو هېوادونو بلل کېږي خو د کوچيو مېرمنو ژوند بيا ان د افغانستان د نورو ښځو په پرتله لا ډېر له کړاوه ډک دى. په واړه عمر ودېږي او له روغتيايي او تعليمي اسانتياو لرې دي. د کوچیانو د چارو د سمولو لوی ریاست د کوچیو میرمنو دغه ستونزې مني او وایي، د کوچیانو د ژوند د ښه والي لپاره پام وړ کارونه نه دي شوي. په کابل کې زموږ همکاره شازیه حیا د یو شمېر کوچۍ ښځو کېږدیو ته تللې ده.